دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 220379
چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته وکړه
چین له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیایي توکو مرسته وکړه.

د روغتیایي توکو په دغه کڅوړه کې نږدې ۴۰ زره د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه، ۲۰زره محافظتي کېټونه، دوه پایې د پي سي آر او دوه پايې د آر ان اکسترکشن دستګاوې شاملې دي.
نن پنجشنبه د همدې مرستو ترلاسه کولو په موخه د کابل هوایي ډګر کې مراسم جوړ شوی وو، چې د چین سفیر وانګ یو، د روغتیا وزارت سرپرست، جواد عثماني، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او یو شمیر نورو چارواکو پکې ګډون کړی و.
دا مرستې افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه رالیږل شوې دي.
که څه هم هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو کچه زیات ټيټه شوې ده، خو د روغتیا وزارت چارواکي د ژمي په رسیدو سره د کرونا د دوهمې څپې د را پورته کیدو خبرداری هم ورکوي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د روغتیا وزارت سرپرست په جوړو شوو مراسمو کې د چین د مرستو مننه او د دغو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciyuar3t1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته