دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 220385
د ولسمشر دویم مرستیال له چینه وغوښتل چې د افغانستان سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، له چینه وغوښتل چې د افغانستان د سولې روان بهیر کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي دانش دا څرګندونې نن پنجشنبه د کابل هوایي ډګر کې له افغانستان سره د چین د روغتیایي مرستو ترلاسه کولو مراسمو کې کړي دي.
چین افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت روغتیایي مرستې نن افغان حکومت ته وسپارلې.
سرور دانش چین د افغانستان همیشنی ملاتړ وباله او له دغه هیواده یې وغوښتل چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.
د چین سفیر وانګ یو، چې دغو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې بیجینګ په افغانستان کې د سولې او امنیت جدي ملاتړ کوي.
وانګ یو له افغانستان سره د چین پر دوامدارو مرستو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
د چین سفیر وویل دوی سره له دې چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې وو، خو د افغانستان په څير نورو هیوادونو سره یې هم مرستې کړې دي.
وانګ یو وویل: “راځئ چې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړو. زموږ ګډ راتلونکی او د افغانستان وده او پراختیا، زموږ ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.“
که څه  هم افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغي کمه شوې ده، خو سرور دانش وایي باید د دغه ویروس دوهمې څپې خپریدو ته چمتو ووسو.

 
https://avapress.com/vdcfcxd0tw6d0ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته