نوموړي دا خبرې پر خپل ټوېټر کړې دي.
ستانکزي ويلي، هيله لري چې د سولې خبرې د قرآن او سنت په رڼا کې او د خلکو له غوښتنې سره سمې مطلوبې پايلې ولري.
نوموړي ويلي:
موږ د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټينګښت لپاره د خلکو زغم او حوصله ستايو، هېڅوک نه شي کولای چې د سولې لپاره د ولس د غوښتنو پر وړاندې خنډ شي، موږ په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن يو.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي دا خبرې داسې مهال کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي له يوې مياشتې خبرو وروسته هم نه دي توانېدلي چې د سولې د عمومي خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه وکړي.
دغه کړنلاره شل مادې لري چې پر ۱۹ يې توافق شوی او پر يوه او وروستۍ ماده لا هم اختلافات پر ځای دي.
دغه ماده د خبرو د عمومي چوکاټ په تړاو ده چې طالبان وايي، بينالافغاني خبرې دې د دوی او امريکا تر منځ د دوحې هوکړې پر بنسټ او چوکاټ کې پر مخ لاړې شي، خو افغان حکومت وايي، د دوحې هوکړه پر طالبانو او امريکا پورې اړه لري او د بينالافغاني خبرو اساس بايد د مشورتي لويې جرګې پرېکړهليک وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)