په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو نیمه پایلوبه د دوشنبې په ورځ د طوفان هریرود او سیمرغ البرز د لوبډلو په لوبه پیل شي.
طوفان هریرود او سیمرغ البرز د فوټبال غوره لیګ نیمه پایلوبه کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1399 ساعت 11:31
په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو نیمه پایلوبه د دوشنبې په ورځ د طوفان هریرود او سیمرغ البرز د لوبډلو په لوبه پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر د غوره لیګ د راتلونکو لوبو د مهالوېش په اړه ازادي راډیو ته جزئیات ورکړل.
ښاغلی کارګر وايي: "د دوشنبې په ورځ نیم پایلوبې پیلېږي چې د طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبه به وي. د سې شنبې په ورځ به د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو د لوبډلو لوبه او د جمعې په ورځ به فاینل لوبه وي."
د غوره لیګ ډلهییزې لوبې پرون جمعه د عقابان هندوکش او د میوند اتلان د لوبډلو په لوبه پای ته ورسېدلې چې دوه د دوه پر وړاندې مساوي شوې.
د مطلب کود: 220414