دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 220415
د افغانستان، ترکمنستان او امریکا متحده ایالاتو درې اړخیزه ناسته ګډه اعلامیه
د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان جمهوریت استازو د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۸مه د افغانستان – ترکمنستان او امریکا متحده ایالاتو په درې اړخیزې ناسته کې ګډون وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلالتمآب محمد حنیف اتمر، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ډېوېډ هېل او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف په ګډه د دې ناستې مشري په غاړه درلوده.
د ناستې ګډونوالو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو په ګډون د ګڼو نورو ستونزو د هواري په موخه د دا ډول درې اړخیزو ناستو د جوړېدو په اهمیت ټینګار وکړ. په همدې تړاو، د ناستې ګډونوالو هوډ څرګند کړ چې:
  • د سیمه ییز امنیت، اقتصادي ودې او پرمختیا د ملاتړ لپاره په لویه کچه ګډو همکاریو کې ونډه واخلي. دوی د سیمې په هېوادونو او په لویه کچه په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي، او دا تضمین کړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې اترې یو واحد، د ملي حاکمیت لرونکي، ولسواک او پر ځان بسیا افغانستان له پیاوړتیا سره مرسته کوي، څو په کور دننه او سیمه کې د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
    د تلپاتې سولې لپاره د یو اړین شرط په توګه، د افغانانو د تېرو ۱۹کلونو د دیموکراسۍ او بشري حقونو د لاسته راوړنو ساتنه او جوړول؛
    امنیتي همکاریو ته وده ورکول او د پولې په اوږدو کې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې ګړندي کول؛ امنیتي مسایلو لکه ترهګرۍ، د نشه يي توکو لېږد او قاچاق او نامنظمو مهاجرتونو ته رسیدګي کول؛
    د افغانستان، ترکمنستان او متحده ایالاتو د خلکو ترمنځ د خپلمنځي اړیکو د پراختیا لپاره د فرصتونو پېژندنه او ملاتړ؛
    د سیمې د سولې، امنیت او اقتصادي ودې لپاره د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان او ترکمنستان په ټولو کارونو او هڅو کې د ښځو معنی داره ګډون، برخې اخیستنې او ساتنې ته وده ورکول؛
    د افغانستان، ترکمنستان او متحده ایالاتو ترمنځ سوداګرۍ باندې د شته قانوني محدودیتونو د بیاکتنې او د مرکزي آسیا د سوداګرۍ او پانګونې د چوکاټ هوکړه لیک یا TIFA د ګمرکي پروسیجرونو د اغېز زیاتولو له لارې د یادو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته وده ورکول؛
    د لاجوردو د لارې په اغیزمن کارولو او پرمختیا کې د همکارۍ زیاتوالی او په ګډه د نورو داسې ترانسپورتي پروژو تشخیص چې افغانستان، ترکمنستان او د امریکا متحده ایالات یې له لارې وکولی شي په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي؛
    د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي آسیا نښلوونکو ترانسپورتي شبکو په جوړولو او غزولو کې د همکارۍ په زیاتولو سره د هغو پروژو ملاتړ کول چې سیمه ییزې اړیکې پیاوړي کوي.
    د انرژۍ دلیږد د پروژو لکه د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان (TAP) بریښنا پروژه او د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان او هند (TAPI) د ګاز پایپ لاین پروژې په څېر د زیربنایي پروژو د پالنې او پلي کولو لپاره په ګډه کار کول؛
    د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان او ترکمنستان د خلکو ترمنځ د بشردوستانه همکاریو زیاتوالی، چې په دې کې د اوسنۍ کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې همغږي او د عامې روغتیا د راتلونکو ناورینونو او طبیعي پېښو پر وړاندې ګډه مبارزه شاملېږي.
    د مېرمنو برابرۍ او اقتصادي پیاوړتیا ته وده ورکول؛ ترڅو هغوی وکولی شي د اوسنۍ وبا او نورو ناورینونو له اغېزو څخه د وګړو د ژغورنې او ځواب ویلو لپاره په فعالانه توګه کار وکړي.
    په روانو خبرو اترو کې برخه اخیستل، چې له لارې یې ترکمنستان، افغانستان او د امریکا متحده ایالات کولی شي د ګډو پروژو او موخو لپاره خپل ملاتړ له سره نوی کړي، د همکارۍ نوي فرصتونه ومومي او د مرکزي آسیا د خوندي، هوسا او سوکاله راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.
د دې ویډیو کنفرانس ګډونوال به په راتلونکي کې هم دا ډول بحثونو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvye8iuqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته