دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 220422
هلمند کې پر ۳۰۳ بس موټر ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي ـ چارواکي
د هلمند ځايي چارواکي وايي چې پر یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر باندي د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۶ مسافر وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
پېښه نن شنبه سهار ۶ بجې د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر ګرشک ولسوالۍ مرکز ته نژدې رامنځته شوې.
ځايي مقامات وايي چې مسافر وړونکی بس له هرات څخه د کندهار پر لوري د تګ په حال کې وو چې د ګرشک د مهاجر بازار په سیمه کې د لويې لارې پر سر ښخ شوي ماین پرې چاودنه کړې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ده وويل:"پېښه نن سهار وختي د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د هرات – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې مسافر ړونکی بس موټر د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین ور برابر شوی په چاودنه کې يې زموږ ۶ هیوادوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان ش وي، په وژل شویو کسانو کې ۳ ماشومان دوې ښځې او یو نارینه شامل دی."
دغه راز د هلمند د ترافیکو مدیر سمونوال میرزا خان روحاني هم امریکا غږ ته وويل چې موټر له هرات څخه د کندهار پر لوري د تګ په حال کې وو چې د مهاجر بازار په سیمه کې له عمومي سړک څخه فرعي لار ته د اوښتو پر وخت د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.
ده وويل:"د پېښې په ځای کې عمومي سړک تخریب شوی او ټول وسایط اړ دي چې خامه لارې ته واوړي پر بس موټر هم په خامه لاره کې چاودنه شوې."
د پېښې ځای د ښوراب له پوځي اډې سره نژدې موقعیت لري.
ځايي چارواکي وايي چې د مهاجر بازار کې تیره ورځ هم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده چې د دوامداره نا امنیو له کبله په سیمه کې د کندهار – هرات د لويې لارې ګڼې برخې تخریب شوي او پلچکونه يې هم نړېدلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې ټپي مسافر پوليسو ځايي روغتون ته ددرملنې لپاره لېږدولي.
بلي خواته بیا وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې یاده پېښه د هاوان د ګولۍ د لګېدو له کبله بللې چې په وینا يې له نژدې نظامي مرکز څخه توغول شوې او پر مسافر ړونکې بس موټر لګېدلې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchivnii23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته