دا اعلان وروسته تر دې وشو چې په مسکو کې د روسیې، ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۲ ساعته خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له غوښتنې سره سم د هغې موافقتنامې په اساس چې د ولسمشر پوتین، د اذربایجان د ولسمشر علییف او د ارمنستان د صدراعظم پاشینیان سلا پرې شوې ده. ټولو لورو دا ومنله چې دا ګامونه به اخلي؛ د اکټوبر د ۱۰مې نېټې د غرمې له ۱۲ بجو د اوربند اعلان د بشري اهدافو لپاره، د جګړې د زندانیانو او د هغو نورو کسانو تبادله چې نیول شوي دي، همداراز د جسدونو د انتقال لپاره زمینه برابرول د سره صلیب په همکارۍ. له اوربند سره به په ورته وخت کې هر اړخیزې خبرې د نګورنو قرهباغ په سیمه کې د جګړې د خاتمې لپاره شروع شي."
د راپورونو له مخې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د نګورنو قرهباغ پر سیمه د جګړې پر مهال لږ تر لږه ۳۰۰ تنه وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)