پکتیا کې امنیتي سرچینې وایي، د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې د طالبانو دوو مهمو قوماندانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
پکتیا کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې ۱۲ طالبان وژل شوي او درې ټپیان دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1399 ساعت 13:58
پکتیا کې امنیتي سرچینې وایي، د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې د طالبانو دوو مهمو قوماندانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا ولایت سرپرست امنیې قومندان سمنوال لطف الله کامران اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، تېره شپه لومړی وسله وال طالبانو د مرکز ګردېز اړوند د «بنوزیو» پر پوسته برید وکړ، وروسته بیا بهرنیو ځواکونو هم په وسلوالو طالبانو هوایي برید وکړ.
په یاد برید کې د«زرقاوي» او «هلال» په نوم د طالبانو دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا چارسمبالي امنیي قوماندان په وینا په دې برید کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ-ژوبله نه ده اووښتې.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مطلب کود: 220436