دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 220452
دانش: طالبان د قران او سنت پر اساس د مذاکراتو پر مخ بیول نه غواړي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د دولت دريځ دا دی چې په قطر کې د سولې خبرې باید د قران او سنت پر بنسټ مخته ولاړې شي.
مخکې تر دې طالبانو په دې ټینګار درلود چې د سولې د خبرو اساس باید امریکا سره شوې هوکړه وي.
د سولې د خبرو په کړنلاره د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د اختلافونو په غځېدو سره، اوس افغان حکومت وايي، چې د خبرو بنسټ باید قران او سنت وي.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې برخه کې دولت تل عمل کړی خو طالبانو بیا پلمې لټولي دي.
ښاغلی دانش د شنبې په ورځ په لویې څارنوالې کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، د طالبانو له خوا د اوربند نه منل، د دغې ډلې له خوا د جګړې او تاوتریخوالي زیاتوالی، او د سولې د بین الافغاني خبرو په کړنلاره کې پر ځینو اختلافي مواردو ټینګار، د افغانستان دولت ته یو ښه موقف ورکړی دی.
د ولسمشر دوهم مرستبال ټینګار وکړ، چې د طالبانو بر عکس د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي، چې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو بنسټ باید قران او سنت وي.
هغه زیاته کړه: "نن د طالبانو پلاوی پر دې ټېنګار کوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه دې د هر څه بنسټ وي، په داسې حال کې چې د افغان پلاوي له لورې وړاندیز شوی چې د ټولو خبرو بنسټ دې قران او سنت وي، طالبان نن د قدرت ترلاسه کولو لپاره له خپل شعار شریعت څخه هم مخ اړوي."
 
په ورته وخت کې د افغان پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، هیله مند دی، چې د سولې مذاکرات د قران او سنت په رڼا کې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ مطلوبه پایله ولري.
ښاغلی ستانکزي ویلي، د جګړې او د سولې ټينګښت پر وړاندې د خلکو صبر ته درناوی کوم.
خو طالبان داشان څرګندونې پلمه لټول یادوي، دا ډله غواړي چې د بین الافغاني خبرو بنسټ د طالبانو امریکا ترمنځ هوکړه او حنفي فقه وي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، ازادي راډیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي، چې افغان دولت غواړي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه چې بنسټ یې قران او سنت دی بې اعتباره کړي.
قطر کې د خبرو له څو ورځني ځنډ وروسته، د افغان حکومت د مرکچي پلاوو یو شمېر غړو ویلي، ممکن نن د دواړه لورو تماس ډلې ناسته ولري، خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي تراوسه د ناستې اټکل نه دی شوی.
 
د ولسمشر مرستیال ښالي دانش دغه راز په خبرو کې په هغو خلکو چې د افغانستان دولت او طالبانو قضایي نظام سره پرتله کوي هم انتقاد وکړ.
هغه وویل، د افغانستان قضایي بنسټونو کې هېڅوک له طالبانو سره د اړیکې درلودو په تور نه دي مجازات شوي خو په خبره یې، طالبانو دولتي کارکونکي له دولت سره د کار کولو له امله صحرایي محکمه کړي دي.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي دانش د دې خبرو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو تېر کې یې وار په وار ویلي چې د دولت کارکوونکي د نظامي موخو لپاره کارول کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamwnuu49nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته