دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 220454
ولسمشر د څلورو هیوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل
ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د ناروې، سویس، سویډن او هند د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ناروې نوي سفیر وولي انډرېس لېنډمن، د سویس نوي سفیر نااستوګن بینیډنکټ ډي سېرجټ، د سویډن نوی سفیر ټورکل سټېرنلوف او د هند د نوي سفیر رودریندراتندن باورلیکونه ومنل.
خبرپاڼه لیکي، یادو سفیرانو په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د خپلو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو او په اقتصادي، سیاسي او پراختیایي برخو کې د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې په مخې، یادو سفیرانو راتلونکي جینوا کنفرانس ته خپل تیاری وښود او ویې ویل، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د انکشافي پلان ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني یادو سفیرانو ته په چارو کې بریالیتوب ووایه او په افغانستان کې یې د هغوی د هیوادونو له همکارۍ مننه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqi02bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته