دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 220457
عبدالله عبدالله: هند او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د هند او پاکستان ونډه مهمه وبلله.
ښاغلي عبدالله نوي ډهلي ته د سفر پر مهال د آزادي راډیو سره په مرکې کې دا څرګندونې کړي.
هغه زیاته کړه: "په دې اړه شک نه لرو چې هغوی د افغانستان په برخه کې ګډې ګټې لري، په افغانستان کې او ثبات یا هم د ترهګرۍ شتون یا نه شتون ټول پر سیمه اغېز لري."
ښاغلي عبدالله هند ته په پنځه ورځني سفر کې هڅه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې د هغه هېواد ملاتړ جلب کړي .
نوموړی تر دې سفر دمخه د ورته هدف لپاره پاکستان ته هم درې ورځنی سفر درلود.
د افغان چارواکو په خبره، دواړو هېوادونو د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftxd0ew6d0ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته