یو له دغو چاودنو نن شنبې (د تلې په ۱۹مه) هلمند کې رامنځته شو چې په هغه کې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.
د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه پنځه تنه ولسي ګړي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلی دي چې دغه ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
د هملند په ګرشک ولسوالۍ کې د جمعې پر ماښام یوه بله چاودنه هم شوې او په هرات کې چاودنې ته ورته هغه وه.
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د کندهار - هرات لویې لارې په اوږدو کې پر یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده، چې د هغه په پایله کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، چې د دغې پېښې قربانیان او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي شېرزي همدارنګه زیاته کړه چې د دغې پېښې قربیانان او ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي او د ټپیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم وې.
د هرات د والي ویاند جیلانی فرهاد هم وايي چې دغه ماینونه په تازه ګۍ سره د دولت د مخالفو وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي یوو
بلخوا طالبانو تراوسه د دغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه د زیاتېدو په حال کې ده. ولسمشر غني تېره اوونۍ دوحې ته په خپل سفر کې وویل چې اړتیا ده چې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره پر یوه مېکانیزم کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)