ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې د څو ملکي کسانو په ګډون ۴۳ تنه سرتېري د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
امنیتي ځواکونو زابل کې د طالبانو له زندانه ۴۳ سرتېري کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1399 ساعت 17:41
ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې د څو ملکي کسانو په ګډون ۴۳ تنه سرتېري د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په زابل ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د اپراتیفي فعالیتونو په پایله کې د څو تنو ملکي کسانو په ګډون د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه سرتیري د طالبانو له زندان څخه آزاد شول.
خبرپاڼه لیکي، د ۳۴ تنو له ډلې، د ۴ ملکي کسانو په ګډون ۲۰ تنه د قلات ښار ته لېږدول شوي او پاتې نور بیا د زابل ولایت په نورو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
د مطلب کود: 220467