دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 220472
په ننګرهار کې د جنګ تابوت خاورو ته وسپارل شو
په ننګرهار کې لسګونو دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو د جنګ تابوت خاورو ته وسپاره.
share

ژوندی
شنبه 
له جنګه ستړو لسګونو کسانو نن په جلال اباد کې د جنګ په نوم یو تابوت تر خاورو لاندې کړ او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو یې د اوربند غوښتنه وکړه.
دوی په جلال اباد کې لومړی د قران مجید ختم وکړ او بیا یې د جنګ په نوم تابوت پر اوږه بار او خاورو ته وسپاره.
د مراسمو ګډونوال مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، د جنګ د تابود له خښولو یې هدف د جنګونو ختمول، سوله او اوربند دي او له ښکېلو خواوو غواړي چې سولې ته هڅې 

هغه زیاته کړه: "د دې غونډې مقصد دا دی، دا مخامخ تابوت چې وینئ، دا د ناوړې او کرغېړنې جګړې او د ظلم او استبداد تابوت دی چې نن یې جنازه کوو، څو دا جنګونه ختم شي، د جنګ د خاتمې لپاره دعا کوو او د دې لپاره د قران عظی الشان ختم کوو."
د دغو مراسمو یوه بل ګډونوال عبدالرازق همدرد ولسونو ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې د جنګ پرضد دې ټول خلک یوه خوله شي ګنې هره ورځ به یې د مشرانو او ځوانانو جنازې پورته کېږي.
هغه زیاته کړه: "دا نن چې ستاسې پر وړاندې د جنګ تابوت او جنازه پورته کېږي، که یوه خوله نه شو، نو همدا تابوت به رښتیا شي او د ولس له منځه به د هغه چا تابوتونه پورته کېږي چې په چا ولس راټولېږي، دا یواځې یو تصویر نه دی، چې ستاسې پر وړاندې لګېدلی، دا یو پیغام دی، دا هغه چا ته د خطر یو زنګ دی چې اوس هم لګیا دي ټوپک سالار تقویه کوي، جنګ ته دوام ورکوي او خپلې ګټې پکې ګوري."
دوی په داسې حال کې خاورو ته د جنګ تابوت د سپارلو مراسم ترسره کوي چې تېره اونۍ په همدې ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې یوه موټربم برید ۱۶ تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړي کړل.
که څه هم د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا کار د وسله والو طالبانو کار بللی و.
په جلال اباد کې د جنګ تابوت د خښولو مراسمو کې راټولو شویو کسانو په قطر کې د افغان حکومت او سله والو طالبانو په مرکچي پلاوو غږ وکړ چې رښتینې سولې ته د رسېدو لپاره دې یو تربله د شرطونو له ایښودلو تېر شي او سلا دې وکړي.

دوی په دې اړه یو پرېکړه لیک هم خپور کړ چې پکې راغلي: "د جنګ لپاره نوره هېڅ بهانه نه ده پاتې، نو له افغان حکومت او طالبانو هېله کوو چې عمومي اوربند اعلان کړي، مونږ افغانان د تېرو دوو لسېزو په لاسته راوړنو، ډیموکراتیکو ارزښتونو او د انساني حقوقو په ساتنه ټینګار کوو، له دولت او طالبانو غواړو چې د مذاکراتي پرېکړو قدردانی وکړي، لومړی جنګ بس کړئ او بیا په ارامه فضا کې مذاکراتو ته ادامه ورکړئ."
دا په داسې جال کې ده چې له یوې خوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مرکچي پلاوي په خبرو بوخت دي او له بله پلوه په نېږدې ټول کې خو په ځانګړي ډول د هېواد ختیځه حوزه کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.
تېره اوونۍ د ننګرهار ګاونډ لغمان ولایت کې درې ورځې پرله پسې لومړی د لغمان پر والي موټر بم چاودنه، ورپسې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر رئیس او بیا د دولت شاه ولسوالۍ پر ولسوال د سړک غاړې ماینونو چاودنې وکړې چې ټولټال پکې ۱۱ تنه ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شوي وو.
د دغو بریدونو مسؤلیت هم لا تر دې دمه چا نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxqii2bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته