دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 220489
تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې
نن د افغانستان په ګاونډي هېواد تاجکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې، دلته له تېرو شاوخوا درېیو لسیزو راهیسې امام علي رحمان د قدرت واګې په لاس کې لري.
ازادي راډیو د تاجکستاني څانګې مشر سلیم ایوب‌زاده وایي، د رایو مرکزونه په ځایي وخت شپږ بجې پرانیستل شول.
دی زیاتوي: "نن د اکټوبر په ۱۱مه، د سهار له شپږو بجو په شاوخوا څلور زره حوزو کې رایه اچونه پیل شوه، دا بهیر به د ماښام تر اتو بجو دوام ولري."
دې انتخاباتو ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ولسمشریزو ټاکنو ته اوسنی ولسمشر امام علي رحمان د پنځم ځل لپاره ولاړ دی او څلور نور کاندیدان هم ورسره سیالي کوي.
 
نور کاندیدان د دهقانانو له ګونده رستم لطیف‌زاده، د اقتصادي اصلاحاتو له ګونده رستم رحمت‌زاده، د کمونېست ګوند استازی معراج عبدالله‌یف او له سوسیالیست ګوند نه عبدالعلیم غفارزاده دي.
تاجکستان کې د چارو د کارپوهانو نظر دا دی چې دا ځل ټاکنو کې به هم امام علي رحمان بریالی شي.
د ازادي راډیو د تاجکستاني څانګې مشر ښاغلی ایوب‌زاده وایي، نور کاندیدان له اوسني ولسمشر سره په یوه ډول په پروګرامونو کې همغږي دي.
ښاغلی ایوب‌زاده وايي: "د امام علي رحمان سیالان داسې کسان دي چې د ولسمشر په ګټه او حاکمیت عمل کوي، دوی که څه هم ځانونه نوماند کړي، خو په ملاقاتونو، کتنو او خبرو کې یې له خلکو سره د امام علي رحمان د ۲۸ کلنو برنامو په اړه خبرې کړي او هغه‌یې ستایلې دي."
 
امام علي رحمان له تېرو نږدې درېیو لسیزو راهیسې په واک کې دی.
رحمان په ۱۹۹۲ کال کې د کورنیو جګړو پر مهال د منل شوې څېرې په توګه میدان ته راغی.
هغه د واک پر مهال له هغو مخالفانو سره چې په جګړه کې و، سوله وکړه او تاجکستان ته‌یې ور وبلل.
له دې سره نوموړی د تاجکستان په اساسي قانون کې د دغه هېواد د سولې او یووالي بنسټ ایښودونکی وبلل شو.
رحمان څو ځله اساسي قانون بدل کړ او هر ځل بدلون د ده په ګټه و.
ټاکل شوې د تاجکستان د نننیو ټاکنو لومړنۍ پایلې سبا دوشنبه او وروستۍ هغه‌یې له قانون سره سمې تر دوو اوونیو پورې اعلان شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawnuo49nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته