د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، دا کار وروسته تر دې وشو چې پاکستان د دوی په هڅه د لاریو د اوښتو بهیر یو څه چټک کړ.
ښاغلي امرخېل ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان خوا ته د سکنر او تلې په نصب د لاریو د اوښتو لړۍ ورو شوې ده.
ښاغلی امرخېل وايي: "هغه د لاریو د تلاشي او تېرېدو پروسهیې ډېره ورو کړې ده، د پاکستان له ګمرکاتو او کمیسارۍ سره زموږ همکارانو یو څه نسبي بحث کړی، پروسه یو څه چټکه شوې ده، هیله لرو چې همداسې سرعت پیدا کړي."
پخوا په ورځ کې د افغانستان لهخوا زر لارۍ پر تورخم اوښتې، خو اوس دا شمېر ۳۵۰ ته راټیت شوی دی چې سوداګرو ته د منلو نهدی.
برعکس د ننګرهار د والي په خبره، هره ورځ د پاکستان لهخوا ۷۰۰ لارۍ پر تورخم افغانستان ته را اوړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)