دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 220501
تایلنډ کې د یوه بس او رېلګاډي ټکر ۱۷ تنه وژلي
په تایلنډ کې د یوه بس او رېلګاډي د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي دي.
په پلازمېنه بنکاک کې چارواکو وویل، په دې پېښه کې چې نن په چاچوینګساو (Chachoengsao) ولایت کې وشوه، ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د دوی په وینا په بس کې ۶۰ تنه سپاره ول او د بنکاک په جنوب کې د بودایانو یوې مذهبي مېلې ته تلل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxd0yw6d0ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته