د کندز ولایت د ولایتي شورا چارواکي وایي دغه ولایت کې په تیرو دوو ورځو کې ۴۶ تنه امنیتی سرتیري وژل شوي، ټپیان دي اویاهم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
کندز کې بد امنیتي وضعیت؛ دوو ورځو کې ۴۶ سرتیري وژل شوي، ټپيان شوي یا د طالبانو لاس ته لویدلي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1399 ساعت 12:13
د کندز ولایت د ولایتي شورا چارواکي وایي دغه ولایت کې په تیرو دوو ورځو کې ۴۶ تنه امنیتی سرتیري وژل شوي، ټپیان دي اویاهم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د ولایتي شورا چارواکي وایي په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي.
د کندز د ولایتي شورا غړي، امین الله ایدین یک تلویزیون سره په خبرو کې د دغه ولایت له سیمه ییزو او مرکزي چارواکو وغوښتل چې د کندز ولایت امنیتي وضعې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ولایتي شورا بل غړي، رباني رباني هم وویل چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پوستې یوه پر بلې پسې سقوط کوي او امنیتي ځواکونو ته زیانونه اوړي.
د کندز د پولیسو ویاند، هجرت الله اکبري بیا ویلي چې امنیتی ځواکونه د خلکو د دفاع وړتیا لري او د طالبانو تلفات د امنیتي سرتیرو تر تلفاتو خورا زیات دي.
د کندز ښار اوسیدونکي هم دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت خرابیدو له امله اندیښمن دي.
چارواکي وایي طالبانو په قطر کې د سولې خبرو تر پیلیدو وروسته د خپلې جګړې لمن هم پراخه کړې ده.
د مطلب کود: 220502