دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 220507
کابل کې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت د امنیه قومنداني منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د نهمې، لسمې، یوولسمې او شپاړسمې ناحیو په اړوندو سیمو کې د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، وسایطو د غلا او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، له دې کسانو یو میل تومانچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د یادونې ده چې تېره شپه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د کابل پنځمې امنیتي حوزې څخه په لیدنه کې پولیسو ته امر کړی چې پر جنایي مجرمینو تر پېژندې وروسته  ډزې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbggb5zrhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته