دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 220521
د افغانستان په کرنه کې د پانګې راجلبولو لپاره هڅې
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د کروناویروس وبا د دغه هېواد پر اقتصاد او غذايي خوندیتوب باندې منفي اغیزې کړي او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یوازې د حکومت بودجه بسنه نه کوي.
د دغه وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۲۰) د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډه کې وویل چې د کروناویروس وبا د نورو هېوادونو په څیر افغانستان هم اغیزمن کړی دی او غذايي خوندیتوب یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
خو د مالیې وزارت په یو بیان کې د ښاغلي ارغندیوال له قوله ویلي چې د کروناویروس د منفي اغیزو سره افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ فرصتونه لري.
د مالیې وزارت سرپرست ویلي: "د عامه سکتور بودجه په یوازې نشي کولی چې د کروناویروس له امله رامنځ ته شوې انکشافي ستونزې حل کړي له همدې امله موږ ژمن یو چې د خصوصي سکتور د ودې لپاره لازم او مناسب اصلاحات راولو او د کرنې په سکتور کې د خصوصي سکتور بودجه جذب کړو".
د کروناویروس د وبا ترڅنګ په افغانستان کې جګړه، ناامني او طبیعي پېښو هم د افغانانو د لویې برخې غذايي خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت د ویاند مرستیال نظر عنایت امریکا غږ ته وویل ۱۳ میلیونه افغانان چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي غذايي خوندیتوب نه لري او ۵۵ سلنه نور هم د فقر تر کرښې لاندې دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو په اساس دا مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې سږکال په دغه هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۲۰۰زره ټنو ته رسېږي او د بیړنیو حالاتو لپاره په سیلوګانو کې زیرمه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchivniz23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته