دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 220525
د نجونو فوټبال لیګ؛ هرات لوبډله پای لوبې ته ووتله
د افغانستان د نجونو او ښځو د فوټبال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په دوام نن یکشنبه د هرات او جوزجان د ښځینه ټېمونو ترمنځ سیالي تر سره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د معلوماتو په اساس د هرات د ښځینه فوټبال ټېم د جوزجان لوبډلې ته ۹ د صفر په وړاندې په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله.
د هرات ښځینه ټېم لوبغاړې فاطمه حیدري د جوزجان لوبډلې په وړاندې پنځه ګلونه، عادله محمدي دوه، سوسن محمدي او هما کریمي یوـ یو ګول تر سره کړ.
د یاد فدراسیون د معلوماتو په اساس هرات لوبډله د شپږو امتیازونو په تر لاسه کولو سره د جدول سرته په تلولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله.
د بامیان لوبډله هم د درې امتیازونو په تر لاسه کولو سره د دوهم ټېم په توګه نیمه پای لوبې ته وتلې ده.
د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ کې شپږ لوبډلې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ګډون لري چې په دوو ډلو ویشل شوي دي.
په لومړۍ ډله کې هرات، بامیان، جوزجان او په دویمه کې کابل، بلخ او غور حضور لري.
د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي او د اکتوبر په ۱۵مه پای ته رسېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5gb5srhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته