دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 220528
هلمند کې د نښتو په پایله کې ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي
د هلمند د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې په دغه ولایت کې د جګړې په پایله کې د ۲۶ طالب اورپکو له وژل کېدو خبر ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د هلمند ولایت پر نهر سراج، نادعلي، ناوه ولسوالیو او د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې بریدونه کړي دي چې د دولتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو څلور غړي ټپيان شوي هم دي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې په دغې نښته کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري هم وژل شوي دي او اته تنه نور یې ټپيان شوي دي.
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو ځينې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او دا لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcew78wvjh8wni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته