دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 220535
ننګرهار کې دوه پاکستاني طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت اچین ولسولۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې دوه پاکستاني وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وایي، د دغه ولایت اچین ولسوالۍ د باندر درې په ګلګه سیمه کې تېره شپه د بې پیلوټه الوتکي په دوو هوایي بریدونو کې د سیف‌الدین اړوند دوه پاکستاني وسله‌وال طالبان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي.
نوموړی وایي، په دغه هوایي بریدونو کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1xqip2bqip8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته