په کابل کې ولایت کې سلګونه میرمنو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو لاسته راوړنو پر ساتل کیدو ټینګار وکړ.
کابل کې سلګونه میرمنو د خپلو حقونو او لاسته راوړنو د ساتل کیدو غږ وکړ
د صدای افغان خبری آژانس , 20 میزان 1399 ساعت 19:48
په کابل کې ولایت کې سلګونه میرمنو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو لاسته راوړنو پر ساتل کیدو ټینګار وکړ.
دغو میرمنو چې شمیر یې سلګونو ته رسیده او د کابل لویې جرګې تالار کې غونډ شوي وو، وویل چې هیڅ کله به اجازه ورنه کړي چې د سولې خبرو کې له پامه وغورځول شي.
دوی د جمهوري نظام پر ساتنې هم ټینګار وکړ ویل یې چې دغه نظام د قومی او مذهبي لږګیو د حقونو د ساتنې ضمانت کوي.
د غونډې یو شمیر ګډونوالو وویل چې افغان میرمنو په تیرو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او باید چې دغه پرمختګونه وساتل شي.
قطر کې د افغان سولې لپاره بین الافغاني خبرې نږدې یوه میاشت وړاندې پيل شوې، خو دغه بهیر کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د مطلب کود: 220558