کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ته تازه دمي سرتېري رسېدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1399 ساعت 11:02

منیتي چارواکي وایي، د هلمند مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتېري لېږلي ترڅو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.


امنیتي چارواکي وایي، د هلمند مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتېري لېږلي ترڅو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یکشنبې په سهار نښته رامنځته شوه چې دواړه لوري یو بل ته د سختوو تلفاتو اړولو خبره کوي.
بلخوا ځینې ولایتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت څلورمه امنیتي حوزه سقوط کړې ده، خو د هلمند د والي ویاند دغه خبره ردوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د وسله‌والو طالبانو پر ټول اهدافو باندې هوایي بریدونه کړي او ډېره مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ ته هم تازه دمي سرتېري رسېدلي چې د دغې ولسوالۍ په مومن خان څلور لارې کې یې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي او تر شل زیات وسله‌والو یې وژلي دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


د مطلب کود: 220578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220578/هلمند-ته-تازه-دمي-سرتېري-رسېدلي

آوا
  https://www.avapress.com