کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر کې د افغان دولت پلاوی: هیله‌من یو وروستۍ پرېکړې ته ورسېږو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1399 ساعت 12:42

د سولې په خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وایي هیله‌من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.



دا خبره د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وکړه.
هغې زیاته کړه: "د هغو نظریاتو او انتخابونو په اړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیز کړی ښایي مقابل لوری داخلي بحثونه ولري. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی پوره هڅه کوي او هیله‌من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې په یوه روښانه او سمه لار نقشه وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي."
اغلې انوري وویل د افغان دولت پلاوی هم له بېلابېلو خواوو سره په دې وروستیو کې خپلې سلا مشورې زیاتې کړي.
د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پيله یوه میاشت ووتله، خو لا هم د خبرو لپاره د طرزالعمل په جوړولو لانجه نه‌ده هواره شوې.
 


د مطلب کود: 220589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220589/قطر-کې-د-افغان-دولت-پلاوی-هیله-من-یو-وروستۍ-پرېکړې-ته-ورسېږو

آوا
  https://www.avapress.com