دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 220595
هند کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۷میلیونو واوښت
د رویټرز د خبري آژانس د راپور له مخې په هند کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتې پېښې کابو۷ میلیونو ته رسېدلې دي.

د راپور له مخې تېره یکشنبې(د تلې په ۲۰مه نېټه) یوه شپه ورځ کې ۷۴ زره  او ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د هند د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه ورځ کې ۹۱۸ تنه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۸ زره او ۳۳۴ کسانو ته ورسید.
د شمېرو له مخې یوازې تېرو ۱۳ ورځو کې د کرونا ویروس له یو میلیونو ډېرې مثبتې پېښې په هند کې ثبت شوې دي.
وروسته له امریکا متحده ایالاتو هند نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري.
دا په داسې حال کې ده چې هند په دې وروستیو کې پر تګ راتګ بندیزونه کم کړي.
نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ډېرو هېوادونو بندیزونه ولګول چې هند یې هم په ډله کې وو، خو دغه هېواد د اقتصادي زیانونو له کبله بندیزونه کم کړل.
ټاکل شوې په لنډو ورځو کې دغه هېواد کې یو لوی سنتي  جشن ترسره شي.
تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس له ۳۸ میلیونو او ۴۸۱ زرو ډېر د کرونا ویروس مثتبې پېښې ثبت شوې دي او له ډلې یې له یو میلیونو او ۷۶ زرو ډېر مړه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3uarwt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته