د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷۱ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1399 ساعت 14:21
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷۱ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۸۷۰ کسانو ته ورسېد.
نوې پېښې ډېرې ۲۹ هرات، ۷ بامیان او ۶ بغلان کې ثبت شوې دي. کابل کې دوه پېښې ثبت شوې دي. پاتې يې په نورو بېلابېلو ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه تنه مړي شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۷۹ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۴ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۱۱۸ تنو ته ورسېد.
د مطلب کود: 220603