نوموړی وایي، دا په داسې حال کې چور شوي چې تر دې وړاندې وسلهوالو طالبانو پر سبسټېشن برید کړی او د دغه ځای ۱۵ ساتونکي او دوه انجینران یې له ځانه سره بېولي وو.
د نوموړی په خبره د طالبانو له تلو سره سم نامعلومو خلکو پر سبسټېشن برید کړی او چور کړی یې دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه سبسټېشن په میلیونونو ډالره ارزښت درلود او د کجکي بند له لاري یې هلمند او کندهار ته برق ورکاوو.
بلخوا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د هلمند سبسټېشن ته تېر مازیګر د عامو خلکو له خوا زیان رسېدلی او په خبره یې کله چې طالبان هغه ځای ته رسېدلي خلک منع شوي دی.
د یادونې ده چې د هلمند په نادعلي، ناوه، نهرسراج او حتا لښکرګا ښار کې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)