د کندز د پولیسو ویاند، هجرت الله اکبري د دې پيښې په تایید سره ویلي چې دا پيښه نن دوشنبه شوې ده.
د پيښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه د دې پيښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو د کندز سیمه ییز چارواکي وایي دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.
کندز دهیواد په شمال کې هغه ولایت دی چې وسله وال طالبان یې په ځینو سیمو کې فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)