په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر وایي، طالبان دې ژر تر ژره په هلمند کې یرغلیز بریدونه ودروي.
میلر: طالبان دې په هلمند کې بریدونه ودروي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1399 ساعت 16:58
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر وایي، طالبان دې ژر تر ژره په هلمند کې یرغلیز بریدونه ودروي.
نوموړی وایي، دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې خلاف عمل دی او د افغانستان د سولې مذاکرات کمزوري کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو څو هوايي بریدونه کړې دي.
لګت زیاته کړې، طالب وسلهوالو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نقص کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په هلمند ولایت کې د یکشنبې په سهار جکړه پیل شوې چې لا یې هم د درېدو خبر نه دی ورکول شوی.
د مطلب کود: 220625