دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۴۸
د مطلب کود : 220642
هېواد کې د هدفي وژنو پر جدي تعقیب د عبدالله عبدالله ټینګار
په پلازمېنه او د هېواد په ځينو نورو ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتېدو په لړ کې، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس سره په مرکه کې د مسوولو ادارو له لوري د دغو پېښو پر تعقیبولو ټينګار کوي.

عبدالله عبدالله له مسوول بنسټونو غواړي چې له خپلو څېړنو سره، د دغو پېښو پټ اړخونه خلکو ته روښانه کړي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«په دې کې ترهګرې ډلې هم دخیلې دي خو ډېر توضیحات چې ایا هغه وخت چې مذاکرات دوم لري کومې مشخصې ډلې په دغې مسله کې دخیلې دي ښه ده چې زموږ امنیتي بنسټونه له خلکو سره شریک کړي.»
د دوشبنه پر ورځ  د کورنیو چارو وزارت د ځينو دغو هدفي وژنو جرړه له کابله بهر وبلله. له دې سره هم مهاله د کابل پولیس هم د دغو وژنو د عاملانو د پېژندلو لپاره د هڅو د زیاتېدو خبره کوي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«په څو ورځو کې موږ وتوانېدو ۴۸۴ تورن ونیسو.»
د کابل امنیه قومندان جمعه‌گُل همت هم څرګنده کړه:«د دوی مرکزیت په لوګر کې دی. د هغوی ۱۵ تنه نیول شوي دي او دوی په خپلو اعترافونو کې ویلي دي چې د طالبانو غړیتوب لري او په کابل کې د دولتي کارکوونکو د هدفي ترورنو لپاره ګومارل شوي دي.» 
په دې لړ کې اوس اوس طالبانو ویلي دي چې دا ډله به هم په لویو ښارونو په تېره بیا کابل کې له شوکمارو او جنایکارو ډلو سره د مبارزې په برخه کې لاس په کار شي؛ خو حکومت دا ډلې له طالبانو سره په تړلې بولي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وویل:«هغوی له اختطاف کوونکو، قاچاق کوونکو او غلو سره نږدې همکاري لري او دا ادعا ناسمه ده چې راشي او ووايي چې موږ غله دروو.»
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو په لارښونه د هېواد په ځینو لویو ښارونو کې ۱۰۰ تنه د هدفي وژنو لپاره ګومارل شوي دي.
خو طالبانو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې یوازې د دې پخلی وکړ چې دوی په غلچکي بریدونو کې د پوځي ادارو کارکوونکي په نښه کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbagb55rhb50p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته