دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 220652
دوحه کې له ۱۲ ورځني ځنډ وروسته د تماس ډلو ناسته
دوحه کې د افغان مرکچي پلاویو ترمنځ تېره شپه(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) یو ځل بیا سره ناسته وکړه، خو دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د سولې اصلي خبرو پر تګلارې هوکړې ته ورسیږي.

دواړو لورو پر اختلافي موضوعاتو سره خبرې کړې دي او حل لارې ته سره نه دي رسېدلي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند، محمدنعیم وايي چې ناسته کې پر اختلافي موضوعاتو خبرې شوې دي. ده زیاته کړې چې دا ناستې په دوام وکړي.
دا د تماس ډلو نهمه ناسته وه.
دوحه کې د تماس ډلو غونډه د زلمي خلیلزاد او د ځینو نورو هېوادونو د استازو له منځګړیتوب وروسته شوې ده.
د غونډې اصلي موخه د مذاکراتو د کړنلارې پر سر د موجود اختلاف لېرې کول و.
تېره یوه میاشت کې د مرکچي ډلو د اړیکو کمیټو نږدې ۱۰ غونډې کړي، خو لا هم د کړنلارې پر بشپړولو هوکړه نه ده شوې.
دوشنبې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي ویلي وویل چې راتلونکو یوې دوو ورځو کې به د تماس ډلو ترمنځ پر طرزالعمل اختلافونه لیري شي.
په همدې حال کې دوحه کې سرچینې وايي چې تېره ورځ د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د سولې له مرکچي پلاویو سره ولیدل  او د دغه بهیر د ملاتړو هېوادونو سره هڅه کوي چې بندون مات کړي.
د سولې خبرو لپاره د بنسټ په توګه د حنفي فقهې او د  امریکا ـ طالبانو هوکړه چې د طالبانو لخوا وړاندیز شوي، اختلافي موضوعات دي، او دغو وړاندیزونو د بهرنیانو د منځګړتوب لپاره لاره پرانیستې ده.
 سرچینې وايي چې افغان حکومت د اختلافونو لیري کولو په موخه ډېر غوراوي پر مېز اېښې دي.
د سرچینو په وینا یو له دغو غوراویو د مذاکراتو په کړنلار کې د امریکا او طالبانو د تړون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک ورزیاتول دي چې په هغه کې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم اخیستل شوی دی.
بل انتخاب له طرزالعمل نه د دوو اختلافي مسلو لرې کول او نورو پړاوونو ته یې پرېښودل دي.
دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیستو څخه کابو دوې میاشتې تېرېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqii2bqie8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته