دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 220658
پکتیا کې د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ اخ او ډب کې درې ملکیان ووژل شول
د پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او وسله والو ترمنځ اخ او ډب کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف الله کامران ویلي دا پيښه هغه مهال وشوه چې طالبانو تیره شپه غوښتل د میرزکې ولسوالۍ خلیلانو کلي کې د خلکو کورونه تالاشي کړي، خو د خلکو لخوا یې مخالفت وشو.
طالبانو د ځایي خلکو د مخالفت په غبرګون کې د جمیل په نوم یو قومی مشر او دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.
د امنیه قومندان په خبره وژل شوي کسان ملکیان دي او هیڅ دولتي دندې یې نه لرلې.
طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

وژل شوی ځوان

وژل شوی

میرزکې ولسوالۍ کې وژل شوی کس
 
https://avapress.com/vdciwuarvt1arq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته