د ننګرهار رسنیو دفتر خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دیني عالم ګل نواز نومېده او ۳۰ کاله عمر یې درلوده.
د پېښې یو عیني شاهد نور ګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو کسانو له «ریکشې» په ګټې اخیستنې یاد کس وواژه او بیا یې له سیمې پښې سپکې کړې.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنو او جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)