خامه پرس ته رسېدلي معلومات ښیي چې په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو پخوانی استازی عبدالرحمن شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی او قطر ته یې سفر کړی دی، خو تر دې مهاله څرګنده نه ده چې نوموړی د څه لپاره تللی دی.
د هغه مکتوب له مخې چې خامه پرس ته رسېدلی د بامیانو والي له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې چې د یادې موضوع په تړاو څېړنه وکړي.
د بامیانو د والي ویاند لطیف عظمي خامه پرس ته تائید کړه چې د بامیانو والي په دې تړاو له امنیتي ارګانونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)