دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 220672
وېلسن: طالبان دې تاوتريخوالی کم او هلمند کې بريدونه ودروي
په افغانستان کې د امريکا سفارت شارزدافېر راس وېلسن په يوه تازه ټويټ کې ويلي، طالبان بايد ژر تر ژره هلمند کې بريدونه ودروي او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د هغو څرګندونو ملاتړ کړی چې ويلي و، د طالبانو د هلمند بريدونه د دغه ډلې او امريکا تر منځ د دوحې له تړون سره سر نه خوري.
وېلسن ويلي:
زه د جنرال مېلر د هغې غوښتنې ملاتړ کوم چې طالبان بايد هلمند کې خپل بریدونه ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي. دغه تاوتریخوالی، چې د متحده ایالاتو او طالبانو له موافقې سره سر نه خوري، یوازې د خلکو ژوند اخلي چې د نه منلو وړ دی.
وېلسن زياته کړې، تاوتريخوالی بايد ودرېږي، تر څو ټول اړخونه وکولای شي د داسې سولې په لور حرکت وکړي چې افغانان ورته جدي اړتیا لري.
وېلسن داسې مهال دا څرګندونې کړې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو له پيلېدو سره سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه خورا لوړه ده او وړمه ورځ طالب وسله‌والو د هلمند پر مرکزي ښار لښکرګاه پراخ بريدونه وکړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcef78wwjh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته