دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 220714
هلمند؛ د پوځ دوې چورلکې هوا کې سره لګېدلي او نسکورې شوې دي
هلمند کې امنیتي سرچېنې وايي چې دوې چورلکې په هوا کې سره جنګېدلې او دواړه نسکورې شوې دي.
د سرچینې نن(چهارشنبې د تلې په ۲۳ مه نېټه) وايي چې پېښه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې شوې او پایله کې یې د  په خبره پېښه کې د پیلوټانو په ګډون ۸ تر ۱۵ کسان وژل شوي دي.
سرچینه همداراز زیاتوي چورلکې وروسته له دې په هوا کې سره لګېدلي دي چې کمانډو ځواکونه یې ناوې ولسوالۍ ته رسولي وو او ټپیان یې لېږدول.
د سرچینې په خبره په دې دوو پېښو کې د پیلوټانو په ګډون ۸ تر ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د هېواد ملي دفاع وزارت تر اوسه به دې تړاو څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb5arhb5zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته