وسله والو طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت ګذرګاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې پایله کې یې ۱۶ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو بغلان کې پر پوستې برید کړی ۱۶ سرتیري یې وژلي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1399 ساعت 11:51
وسله والو طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت ګذرګاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې پایله کې یې ۱۶ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.
بغلان کې دوو امنیتي سرچینو یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو د (انتن) په نوم پوسته نیولې او لاهم سیمه کې د واړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.
سرچینې وایي په وژل شوو کسانو کې ۶ د سیمه ییزې اردو سرتیري او ۲ د پولیسو سرتیري دي.
په پيښه کې له ۱۰ زیات ټپيان شوي دي او کیدای شي چې د مرګ ژوبلې شمیره نوره هم زیاته شي.
امنیتي سرچینې وایي اوس پر قومندانۍ باندې جګړه روانه ده.
په وروستیو څو اونیو کې د هیواد په زیات شمیر ولایتونو کې د طالبانو جګړې زیاتې شوي دي.
د مطلب کود: 220727