کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان ځانګړي استازي له خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1399 ساعت 11:51

د افغانستان سولې لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره‌یې د افغانستان سولې بهیر د ګړندي کېدو او د نړیوال ملاتړ د پیاوړي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.



محمد صادق پرون سې شنبه په یوه ټویټ کې وویل، له ښاغلي خلیلزاد سره‌یې د وېډیو کنفرانس له لارې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د لازیاتې اسانتیا برابرولو، له دغې پروسې څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر لارو چارو او د سیمه‌ییز اتصال چې پاکستان او افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د اتصال پر مرکز بدل کړي، خبرې وکړې.
ښاغلي خلیلزاد د دغو خبرو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي، خو دواړه استازي داسې مهال د افغان سولې پر مسئلې خبرې کوي چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پیل شوي ډېرې ورو پر مخ ځي.
دواړه لوري تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د مذاکراتو د دوام لپاره یوه کړنلاره نهایي کړي.
 


د مطلب کود: 220728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220728/د-پاکستان-ځانګړي-استازي-له-خلیلزاد-سره-افغان-سولې-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com