د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن(چهارشنبه، ۲۳تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونو تیره ورځ د سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د ځانمرګو بریدونو د دوو واسکټونو تر څنګ درې د هوان مرمۍ، څلور لاسي بمونه او...
... ګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړه: «د دولت وسله والو مخالفینو غوښتل په دې سره د عامو خلکو په منځ کې چاودنه ورکړي او بې ګناه خلک ووژني، خو ځواکونه وتوانیدل چې د مخالفینو دغه پلان شند کړي.»
تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)