دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 220736
محب:افغان ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶سلنه عملیات تر سره کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي عملیات تر سره کوي.
ښاغلي محب پرون سې شنبه په ارګ کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې ویلي چې په راتلونکي کال کې به دغه کچه ۱۰۰ سلنې ته پورته شي.
هغه ویلي چې د ولس د ساتنې لپاره د لا اغېز ناکو ګامونو پر پورته کولو باندې کار کوي.
نوموړي زیاته کړې:"د هیواد پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه ترسره کوي او راتلونکي کال ته به دغه کچه ۱۰۰ سلنې ته ورسېږي."
دا مهال په افغانستان کې د ناټو تر ماموریت لاندې ۱۲زره بهرني ځواکونه شتون لري چې د ماموریت عمده برخه یې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او روزنه بلل کیږي.
د افغانستان دفاع وزارت هم تر دې مخکې ویلي و چې روان کال یې له وسله والو طالبانو څخه یو شمېر هغه ولسوالۍ چې هغوی نیولي وې بیرته نیولي دي.
حمدالله محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دا مهال په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د جګړې شاهد دی.
د هلمند سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ وویل چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پرمهال پرمختګ کړی او هغه سیمې چې د تکتیکي شاتګ پرمهال یې پریښي وې بیرته نیولي دي.
بلخوا دفاع وزارت نن چهارشنبه وویل چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې دوو هلیکوپټرو د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.
تر اوسه طالبانو د هلمند د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxd0vw6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته