د افغانستان لپاره په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیاله مېرمن انګرېډهای ډن د چهارشنبې په ورځ کندوز ته په سفر راغلې.
د ملګرو ملتونو پلاوی کندوز ته په یو ورځيني سفر راغی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1399 ساعت 11:53
د افغانستان لپاره په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیاله مېرمن انګرېډهای ډن د چهارشنبې په ورځ کندوز ته په سفر راغلې.
غلې هایډن چې په شمال ختیځ زون کې د یونما دفتر مشر بوجیدار دیمتروف يې ملتیا کوله د کندوز والي عبدالستارمیرزکوال سره په کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې، کندوز والي ښاغلي میرزکوال د ولایت په کچه یو لړمهم موضوعات ورسره شریک کړل.
د ملګرو ملتونو دغې استازي سفر، د سولې ثبات تېنګښت، د تاوتریخوالي کمولو د کندوز ولایت په کچه د پراختیايي چارو ترڅنګ متسحقو کورنیو ته د بشري مرستو رسولو په تړاو ترسره کیږي.
د کندوز والي عبدالستارمیرزکوال د افغان سولې بهیر کې د منځګړیتوب په توګه د ملګرو ملتونو رول مهم وباله، د انکشافي او پراختیايي برخو کې د دوی همکاري يې اړینه وبلله.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې مېرمن انګرېډهایډن ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونه به خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.
د مطلب کود: 220777