ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې دغه ژمنه پرون د امریکا په اوهایو ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ چې هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، وویل چې د افغانستان په اړهیې تقریباً مأموریت بشپړ شوی او زیاتهیې کړه ده غوښتل چې په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر کم کړي.
ټرمپ هیله څرګنده کړه چې دغه لږ شمېر سرتېري به د روان کال تر پایه یا له هغې وروسته له دې هېواده وباسي.
تر دې مخکې ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې په افغانستان کې پاتې لږ شمېر سرتېري به د روان کال تر پایه تر کرسمس پورې له دې هېواده وباسي.
له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹مې د سولې تړون له مخې به ټول امریکایي سرتېري د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)