دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 220796
زابل کې موټربم برید ۶ پولیس ټپیان کړل
د زابل ولایت امنیتي مسوولین د موټر برید پایله کې د ۶ پولیس سرتېرو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندان، حکمت الله کوچی وایي، موټر بم برید نن سهار(پنجشنبې د تلې په ۲۴مه نېټه) د پولیسو پر پوستې شوی دی.
ښاغلی کوچی زیاتوي طالبانو د تېرې شپې راهیسې د شاجوی ولسوالۍ اړوند نورک سیمې کې بریدونه پیل کړي.
دی وړاندې وايي په جګړه کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي دي او مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb50rhb5zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته