دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 220813
هېواد کې د کرونا ویروس ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۲ تازه پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د تلې په ۲۴مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې یاده موده ۹۳ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.
همداراز تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ کوم ناروغ نه دی مړ شوی.
تازه پېښې ۴ کابل، ۱۶ بلخ، ۸ تخار او ۴ هم په بغلان ولایت کې ثبت شوې دي.
اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰زره او ۲۶ دي چې له ډلې یې ۵ زره او ۹۸ یې فعالې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb5frhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته