دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 220815
کابل کې د موټربم چاودنې مخه نیول شوې
د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې یې نن له غرمې وروسته د یو موټربم چاودنې مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د کابل د دروازو د کنډک پولیسو د یو کرولا ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و او غوښتل یې کابل ښار کې ورته چاودنه ورکړي مخه نیولې ده.

نوموړی وایي، پولیسو په دغه موټر کې ټول چاودېدونکي توکي خنثی کړي او د دې قضیې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0xkyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته