دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 220824
ولسمشر د چورلکو په ټکر کې د مړه شويو سرتېرو جنازې ته ورغلی
ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او نورو لوړ پوړیو چارواکو د پنجشنبې پر سهار د افغان هوایي ځواکونو د اته پیلوتانو او منسوبینو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د هوایی ځواک غړي د چهارشنبې پر سهار مهال په هلمند کې هغه مهال مړه شول، چې د دوی دوه پوڅي چورلکې سره ټکر شووې.
له راپورونو سره سم دواړو چورلکو په ناکراره ولایت هلمند کې د جګړې ډګرونو ته ځواکونه رسولي وه او کله، چې یې تپي سرتېري لیګدول؛ نو له د الوت په وخت کې ټکر وکړ او یاد مرګ رامنځته شو.
د ملي دفاع وزارت د چهارشنبه پر ورځ څرګنده کړې وه، چې چورلکې د الوتنې پرمهال د تخنیکي ستونزو” له کبله راغورزېدلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
ولسمشر غني او  لومړي مرستیال امرالله صالح د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په ناسته کې د امنیتي او دفاعي سکتور د رهبرۍ او د ملي شورا د استازیو له حضور او ګډون څخه د مننې ترڅنګ د وژل شویو کسانو ژمنتیا او ژمنه وستایله او ټینګار یې کړی، چې حکومت به تل د شهیدانو له کورنیو ملاتړ وکړي.
د ارګ د څرګندونو له مخې، امرالله صالح په دغو مراسمو کې په ډاګه کړې؛ هغه ظریف ظرف، چې د افغانستان عزت، ملي بیرغ، تاریخ، نظام، د ټولو مساوي حقونه او د افغانستان جغرافیه په کې راټول دي، د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د افغانستان د نظام پر اوږو دی. دوی د هېواد له ګوټ ګوټ راټول شوي اوپه ګډه له ملي بیرغ او ارزښتونو څخه دفاع کوي.
دغه راز نوموړي ویلي؛ د افغانستان طالباني کول ممکن ندي. د طالب په واړه او تیاره ظرف کې د پېنځه دېریش میلیوني ملت، چې دومره تنوع، جوړښت او پېچلتیاوې لري، ځایول امکان نلري؛ ځکه، نو د دغه بیرغ او د ملت تر ترحم لاندې د یوې ډلې په توګه د طالب راتګ او مدغم کېدل ممکن دي.
 امرالله صالح دا ټینګار هم وړاندې کړې؛ د دغه نظام په لرلو، چې د خلکو د عزت دفاع کوي، ویاړو.
هغه دا ډاډ هم څرګند کړی، چې نن د هېواد په بېلابېلو برخو کې ولسونه په ټول قوت زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
 
https://avapress.com/vdcdxz0xoyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته