دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 220859
امرالله صالح د کابل امنیتي مسایلو ته د رسېدنې مسوولیت پر غاړه واخیست
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د نن شنبې له ورځې د څو اونیو لپاره نېغ په نېغه د کابل امنیتي مسایلو ته د رسېدنې مسولیت په غاړه اخلي.
ښاغلي صالح په خپل فیسبوکپاڼه لیکلي، چې دغه مسوولیت یې د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه اخیستی او د خلکو امنیت ټینګښت لپاره د قانون پلي کولو پر لاره د «جنایت کوونکو» پر وړاندې هېڅ مصلحت او رحم نه پېژني.
 
صالح لیکلي، چې د غلو، اوباشانو، د خلکو زوروونکو، باج اخیستونکو، له قانون تښتېدونکو، د عامه او خلکو د ځمکو غاصبینو، مکرره مجرمینو او په ښکاره قانون منونکو زورورو نوملړ یې له وړاندې برابر کړی دی. هغه له خلکو غوښتي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکار اوسي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb59rhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته