دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 220860
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرو نهو ورځو راپدېخوا لښکرګاه ته نژدې د پیل شوي جګړې له امله څه باندې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان خبریالانو ته ویلي چې په یاده جګړه کې اووه تنه ملکي وګړي هم وژل شوي او شااوخوا ۳۰ افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند والي نه ده روښانه کړې چې څومره افغان سرتیري په یاده جګړه کې مړه او څومره ټپیان شوی دي.
نوموړي زیاته کړې:"طالبانو د هلمند په جګړه کې درانه تلفات لیدلي تر ۳ سوه زیات يې وژل شوي، زموږ دفاعي قواوو د ۳۰ په شاوخوا کې تلفات لري او د ملکي خلګو د ۷ تنو د وژل کیدو راپور لرو، دا مهال لوی ګواښ د سړک د غاړي د ماینونو دی چې افغان ځواکونه يې د لمنځه وړلو هڅي پيل کړي تر څو د تګ راتګ لاري په لومړي ګام کې امن شي."
د هلمند له جګړې څخه چې نهه ورځې تیریږي خو لاهم د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار او تر څنګ يې د نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي او لويې لارې سقوط دي.
د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې له تیري پنجشنبې راهیسې جګړه په ناوې ولسوالۍ کې تونده شوې چې تر ۸ زیاتو امنیتي پوستو پکښې سقوط کړی.
سرچینې زیاته کړه چې دامهال یوازې د ناوې ولسوالۍ مرکز د حکومتي قواوو په لاس کې دی او د وسله وال طالبان د افغان قواوو پر وړاندې مقاومت ته لاهم دوام ور کړی.خو امنیتي مقامات بیا وايي چې په ټوله کې د جګړې فشار کم شوی.
بلخوا په لښکرګاه ښار کې بند پاته زرګونه کسان په لومړي ګام کې د تګ راتګ د خوندي لارو غوښتنه کوي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکي نور احمد امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لاري سقوط زر ګونه کسان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي زیاته کړه:"د لښکرګاه ښار عمومي شهرا له تیرو ۱۰ ورځو راهیسې تړل شوې د خوراکي او نورو اړینو توکو د قحطی وېره ده دغه راز یوه بله فرعي لار چې لښکرګاه ښار يې د کندهار – هرات له لوريې لاري سره د نادعلي او ګرشک ولسوالیو له لارې وصلوی هم سقوط ده."
د لښکرګاه ښار او د جګړو له سیمو څخه بېځایه شوي کډوال د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره د تګ راتګ د خوندي لارو غوښتنه کوي او وايي چې که د محاصرې له اوسني حالت څخه ونه ایستل شي نو د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو ګواښونه د ډېرېدو په حال کې دي.
د هلمند له وروستیو جګړو څخه څه باندې ۵زره کورنۍ مرکز لښکرګاه ته کډوال شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcd9z0xzyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته